د خپلواکۍ ملی تحریک له رسنیو د بېطرفه پوښښ غوښتنه وکړه
د افغانستان د خپلواکۍ ملی تحریک په خپره کړې اعلامیه کې له رسنیو او شنونکو غوښتنه کړې چې د طالبانو د مخالفو سیاسی او پوځی جریانونو د فعالیتونو په انعکاس کې د بېطرفۍ، حقیقتمحورۍ او رسنیز مسؤلیت اصول په جدی توګه مراعات کړی.
په اعلامیه کې راغلی چې په وروستیو میاشتو کې د ځینو رسنیو او شنونکو له لوری د طالبانو د مخالفو جریانونو په اړه داسې تحلیلونه خپاره شوی چې، د یاد تحریک په وینا، د واقعیتونو بشپړ انځور نه وړاندې کوی او له بېطرفۍ څخه لرې دی.
تحریک ادعا کوی چې د ۱۴۰۰ کال له سیاسی تحولاتو وروسته یې خپل موجودیت اعلان کړی او د هغو لومړنیو جریانونو له ډلې څخه دی چې په ښکاره یې د طالبانو او د دوی د بهرنیو ملاتړو پر ضد خپل دریځ څرګند کړی دی.
د اعلامیې له مخې، دغه تحریک د جنرال عبدالمتین سلیمانخېل په مشرۍ، د پخوانیو پوځی افسرانو، جنرالانو، روڼ اندو، قومی مشرانو او یو شمېر ملی شخصیتونو په ګډون جوړ شوی او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیت لری. د دغو ادعاوو خپلواکه ارزونه تر اوسه نه ده شوې.
اعلامیه زیاتوی چې د دې تحریک د فعالیتونو او د رامنځته کېدو اړوند اسناد د ځینو نړیوالو رسنیو او شبکو په آرشیفونو کې ثبت شوی او دغه حرکت د ډېرو نورو اوسنیو مخالفو ډلو تر جوړېدو وړاندې خپل فعالیت پیل کړی و.
تحریک همداراز ادعا کړې چې تر اوسه یې له هېڅ بهرنۍ سرچینې مالی مرسته نه ده ترلاسه کړې او خپلې چارې یې د خلکو پر معنوی ملاتړ او کورنیو امکاناتو ولاړې ساتلې دی. دا ادعا هم تر اوسه د خپلواکو سرچینو له لوری نه ده تایید شوې.
په اعلامیه کې له رسنیو غوښتنه شوې چې له بېبنسټه او تفرقهاچوونکو تحلیلونو څخه ډډه وکړی او د ټولو سیاسی جریانونو او مخالفو ډلو دریځونه د رسنیزو اصولو او امانتدارۍ له مخې منعکس کړی. تحریک باور څرګند کړی چې رسنۍ د ملی یووالی او ټولنیز تفاهم په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شی.
دغه حرکت ټینګار کړی چې رسنیز تحلیلونه او تبصرې باید د حقیقت، عدالت او ملی ګټو پر بنسټ برابرې شی او له تعصب، شخصی تمایلاتو او بهرنیو اغېزو څخه لرې وی.
دا اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، بېلابېلو مخالفو سیاسی او پوځی جریانونو هڅه کړې خپل دریځونه او فعالیتونه د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې مطرح کړی. په ورته وخت کې، د دغو ډلو له لوری د فعالیتونو، ولسی ملاتړ او مالی سرچینو په اړه مطرح شوې ادعاوې تر اوسه د خپلواکو او باوری سرچینو له خوا نه دی په بشپړه توګه تایید یا رد شوې او لا هم خپلواکې ارزونې ته اړتیا لری.


























ارسال دیدگاه
مجموع دیدگاهها : 0در انتظار بررسی : 0انتشار یافته : ۰