د افغانستان د خپلواکۍ ملي تحریک په یوه اعلامیه کې ځینې رسنیز تحلیلونه د مخالفو جریانونو په اړه له بېطرفۍ لرې بللي او له رسنیو یې غوښتي چې د مسلکي اصولو، حقیقتمحورۍ او توازن په رعایت سره خبرونه خپاره کړي. دغه تحریک همداراز ادعا کړې چې خپل فعالیت یې د ډېرو نورو مخالفو ډلو تر رامنځته کېدو وړاندې پیل کړی او تر اوسه یې هېڅ بهرنۍ مالي مرسته نه ده ترلاسه کړې.