اخبار هیدراسلایدافغانستانگزارشمعارفمکتب و دانشگاه

د ارزګان سلګونه زده کوونکی د کانکور له ازموینې پاتې شول

په دغه ولایت کې د يکشنبې په ورځ د کانکور ازموينه واخيستل شوه چې د ارزګان د پوهنې ریيس میرزا محمد سالارزوي په خبره، د ۱۴۵۴ فارغو زده کوونکو له ډلې يوازې ۵۹۳ تنه زده کوونکو په کانکور کې ګډون وکړ.

نوموړی دغه ډول حالت د اندېښنې وړ یاده وی او زیاتوې چې لامل یې نا امنی، د جګړو دوام، د عامه پوهاوی نشت او ورته نور موارد دی.
ده له خلکو وغوښتل چې د عامه پوهاوی په برخه کې ورسره همکاری وکړی څو په راتلونکی کې د کانکور په ازموینه کې د زده کوونکو شمېر لوړ شی.
«په ۱۳۹۹ کال کې ۱۴۵۴ کسان له دولسم ټولګیو فارغ شوی، چې له جملې یې ۵۹۳ کسان د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او دغه حالت خورا د اندېښنې وړ دی.
نا امنی، فقر، جګړه او د عامه پوهاوی نشت یې لاملونه دی.»
په ورته مهال هغه زده کوونکی چې د کانکور په دې ازموینه کې یې ګډون کړی وایی، روانو جګړو له زده کړو څخه بې برخې کړی او ښوونځی یې هم د جګړو ډګرونه ګرځېدلی دی.
دغه زده کوونکی وایی، په سختو شرایطو کې یې زده کړې کړې او حکومت دی ورته پاملرنه وکړی.
«زموږ په ولسوالیو کې د تعلیم کچه بېخی ټیټه ده، دوې لېسې دی، په هغو کې زده کړی جریان لری. نور ټول ښوونځی بندی دی.»
دا په داسی حال کې ده چې ارزګان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږی چې لږ شمېر خلک یې لیک لوست ته لاس رسی لری.
په ورته وخت کې د دغه ولایت ډېر لږ شمېر زده کوونکی د کانکور په ازموینه کې بریالی کېږی.

  •  افراسیون پوپل، خبرگزاری شانا، ارزگان

بازدیدها: 17

برچسب‌ها

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

دکمه بازگشت به بالا
بستن

Adblock رو غیر فعال کنید

بخشی از درآمد سایت با تبلیغات تامین می شود لطفا با غیر فعال کردن ad blocker از ما حمایت کنید