اخبار هیدراسلایدافغانستانانتخاباتگزارش

په ننګرهار ولایت کې ټاکنې په بریالیتوب سره پای ته ورسیدې

د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل په مشرۍ د دې ولایت نظامی شورا غړو چې ولایت مرستیالانو یې هم ملتیا کوله،په دې ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایې اچولو بهیر د پای ته رسیدو وروسته د مطبوعاتی کنفرانس پر مهال وویل، د امنیتی ځواکونو له لورې د ډاډمن امنیت په نیولو سره په دې ولایت کې خلکو په بې سارې ډول په ټاکنو کې ګډون وکړ.

هغه په دې ولایت کې د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو له امله مبارکی ورکړه،د امنیتی ځواکونو له لورې د نیول شویو کلکو تدابیرو،ولسی خلکو د پراخه ګډون او خبریالانو له لورې د ملی رسالت ترسره کولو له امله مننه او قدردانی وکړه .

ښاغلی میاخېل وویل،وسله والو مخالفینو له لورې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د تخریبی کړنو په موخه ځای پر ځای شوی ۲۱ حلقې ماینونه د امنیتی ځواکونو له لورې کشف او له زیان پرته خنثی کړای شول،خو په وینا یې په مرکز او ولسوالیو کې ۲۳ چاودنې رامنځته شوی چې له امله یې دوه تنه ملکی وګړی شهیدان شوی او ۳۴ نور ټپیان شوی چې ۲۴ تنه یې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لیږل شوی او د پاتې ټپیانو وضعیت هم د ډاډ وړ دی .

ننګرهار والی شاه محمود میاخېل وویل، د دې ولایت امنیتی او ملکی ارګانونو په ټاکنو کې هیڅ ډول مداخله نده کړې او د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې تر ډیره کچه ټاکنې رڼې او د خلکو په لیوالتیا سره ترسره شوی دی .

د ننګرهار والی په وینا د پېښو د مخنیوی په موخه یې نن ورځ په مشرۍ امنیه قوماندانۍ کې نظامی قرارګاه جوړه کړې وه او همدا راز په ولسوالیو کې د ولسوالانو په مشرۍ ورته قرارګاوې جوړې شوې وې، همدا راز یې په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ د همغږۍ او ستونزو ته د رسیدګۍ کمیټه فعاله کړې وه .

ده زیاته کړه، د دې ولایت په ۳۹۵ مرکزونو کې رایې کارول شوی او عملاً د ټاکنو کمیسون له لورې د رایې شمیرنې لړۍ پیل شوې ده .

په همدې حال کې امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز وایی،د نن ورځې په اوږدو کې شاوخوا ۱۲ تنه د فریبکارۍ او مخالفینو سره د اړیکو په تور نیولی چې تر څېړنو وروسته به یې جرمونو روښانه شی .

په یاد کنفرانس کې د ننګرهار والی سربېره ولایت اداری او مالی مرستیال تمیم عارف مومند،ټولنیزو چارو مرستیالې حبیبې کاکړ،ملی امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلی واحدی،امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز،څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازی،د سرحدی ځواکونو لوا قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل،د عامه نظم لوا قوماندان برید جنرال نصیر احمد ساپی،جلال اباد سرپرست ښاروال روح الامین حسن، سکتوری خدمتونو رئیس فضل الربی همیم،بشری سرچینو رئیس احمدضیاء عبدالزی او یو شمیر نورو مسؤلینو شتون درلود.

  • ریحان، د شانا خبری اژانس ، ننګرهار
دکمه بازگشت به بالا