اخبار هیدراسلایدافغانستانگزارش

په دریو ولایتونو کې ۸۵ طالبانو ته مرګژوبله اوښتی ده

امنيتي چارواکي وايي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د نښتو پرمهال په کندهار،زابل او دايکنډي ولايتونو کې ۵۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.

په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتی چارواکی وایی د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې ۲۷ طالبان وژل شوی۱۶ نورټپیان دی.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتی مرستیال احمدصادق عیسی شانا ته وویل چې وسله والو طالبانو د زابل ولایت په میزانی او ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتی پوستو نښته پیل کړه چې پر مهال یې ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شوه او ۷ نور ټپیان شوه.
عیسی همداراز وویل چې د کندهار سره نږدی دایکنډی ولایت کې هم وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر میشتو امنیتی پوستو بریدونه ترسره کړی دی چې د افغان ځواکونو دعبرګونه له امله ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی.
هغه وایی په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته کوم تلفات نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو بیا تردامهاله په دی اړ رسنیو ته یی څه نه دی ویلی

  • احسان‌الله ولس‌مل ، د شانا خبری اژانس ، ارزګان
دکمه بازگشت به بالا