اخبار هیدراسلایدافغانستانگزارش

هلمند ولایت کی د پارټیزانی ډلو په جوړولو سره اوس امنیت ښه سوی دی

دملې امنیت په چوکاټ کې جوړ دغه ګروپونه په دوو ډلو جوړسوي چې یو یې دلړمانو او بل یې هم دسنګوریانو په نوم دي.

په هلمند ولایت کی په سنګوریانو شهرت لرونکې دا کسان د ۶۰۱ نمبر شهرا کنډک اړوند چی د خلکو په جامه کی فعالیت کوی وایې پایلی یې مثبتی او خلک هم ځکه ترې خوښ دی چی په سیمه کی یې امنیت راویستی.
دا پارټیزانې ګروپ چی هلمند ولایت کې له ډیری مودې راهیسی د طالب وسله والو په جامه کی فعالیت تر سره کوی د ۶۰۱ شهرا اړوند دی او په هلمند کی د سنګوریانو په نوم هم پیژندل سوی دی.
دا ډله چی د هلمند او کندهار په لویه لار دنده اجرا کوی او له ډیر وخت راهیسې په سنګرونو کی هم پاتی کیږی او ډیر کله د طالبانو په سیمه کی خپلی هدفی حملې ترسره کوی دوی یک ټلویزیون ته وویل چی دوی په دې جامه کی په دېیرښه ډول د طالب وسله والو مخه نیسی.
هغوی وویل ځکه لاس ته راوړنې لری چې طالب وسلوال خپل او ددوی کسان نه سره پیژنې ځکه ټول یو ډول وسلې، موټرونه ، مخابری او ان ددوی په سیمو کې فعالیت هغه څه دی چې مخه یې ترډیره نسې نیول کیدلای.
دوی زیاته کړه کله ناکله د طالبانو پرمورچلو بریدونه ترسره کوی چې دوی ته هم درنده مرګ ژوبله ورته اړوی.
دهلمندډیری اوسیدونکې لدی ډلې خوښ دی او وایې دملې امنیت دغه ډلې دامنیت په راویستوکې ښه رول لوبولې او خورا پیاوړی دی.
دوی وایی که چیری په ډیری نورو سیموکې ځای پرځای سې ښایې امنیت کې لا نور زیات رول ولوبوی.
دغه اوسیدونکې وایې که څه هم خلک لدی ډلې کله ناکله ویریږی او فرق یې نسی کولای چې طالبان او که دملې امنیت کسان دی خو ددوی ددی کارسره سره طالبان کلیو او بانډو ته اوس نه راځې
د هلمند دوالی ویاند عمرځواک وایې چې پارټیزانې ګروپونه ترډیره توانیدلی چې په ټولو سیموکې امنیت راولې ، ده وویل چې په هغه سیموکې چې ځینې سیمې باید وساتل سې نو دسنګوریانو په نوم دغه ډله چې دامنیتې ځواکونو په لیکوکې ده په ټولو سیموکې اوس اوږه په اوږه جنګیدلې او توانیدلې چې دغه سیمې وساتې.
ځواک وویل لری پرتو سیموکې سنګوریان وتوانیدل چې ولسوالۍ دسقوط څخه هم وژغوری او د روزنې په برخه کې یې اوس کار پیل سوی ترڅو دوی وه روزل سې
په هلمندکې داسی مهال ددی ولسوالۍ اوسیدونکې د ملې امنیت د پارټیزانې ګروپونو دامنیت راویستو په برخه کې خوښ ښکاری چې ویل کیږی ډیری سیموکې لااوس هم امنیتی حالت ښه نه دی او ګڼې ستونزو سره خلک لاس او ګریوان دی.
  • صفت‌الله زاهدی، خبرگزاری شانا، هلمند
دکمه بازگشت به بالا