اخبار هیدراسلایدافغانستانزنانگزارش

د ارزګان د پوهنې ریاست: درې سلنه نجونې زده کړو ته لاس رسۍ لری

دارزګان د پوهنې ریاست رییس میرزا محمد سالارزوی نا امنی او یو شمېر نور ټولنیز لاملونه یادوی چې کورنۍ خپلې لونې ښوونځیو ته نه پرېږدی.
نوموړی زیاته وی چې په دغه ولایت کې دا مهال د ۱۶۹ فعاله ښوونځیوله ډلې څخه ۱۸ ښځینه ښوونځی فعاله دی چې ۸ لومړنۍ ښوونځی،۴ منځنی ښوونځی او ۶ لیسې دی.
موږ چې کومې رسمې شمیرې په لاس کې لرو، په ټول ارزګان ولایت کې یوازې په سلو کې څه باندې درې سلنه نجونې زده کړو ته لاس رسی لری. خو دغه سرشمېرنه موږ په ۹۷ کال کې کړې وه. موږ دې خبرې اندېښمن کړی یو چې خلک خپلې لوڼې ښوونځۍ ته نه پریږدی.
اوس‌ مهال په دې ولایت کې کابو ۱۵ زره نجونې ښوونځیو ته ځی چې د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې کورنۍ یې د دوولسم یا تر هغه لوړو زده کړو ته نه پریږدی.
په ارزګان کې یوشمېر هغه نجونې چې دامهال زده کړو ته لاس رسی نلری وایی د زده کړو لویی ارمان لری خو د کورنیو ستونزو او د منظم چاپیریال د نه شتون له امله زده کړو ته لاس رسی نلری.
دوی له دولت څخه غواړی چې دې ستونزې ته یو داسې حل راوباسی چې نجونۍ خپل انسانی حق تر لاسه کړی او زده کړې وکړی.
«زه د ښوونځی ویلو زیات ارمان پر زړه لرم، دوې میاشتې د پلار په پټه په کلی کې یو سنټر ته د درس ویلو لپاره ورغلم خو کله چې مې پلار خبر شو، بېرته یې را وګرځولم، پلار مې ویل چې ته د ملا لور یې، باید ښوونځی ته لاړه نشې، خلک په ما پورې خاندی او نجونې باید په کور کې اوسی.»
«غوښتنه مې له دولت څخه داده چې ارزګان کې د هغه نجونو لپاره چې کورنۍ ښوونځیوته د تګ اجازه نه ورکوی، باید کور په کور ښوونځی ورته خلاص کړی اویا دې هم کورنیوته قنعت ورکړی څو نجونو ته اجازه ورکړی چې ښوونځیوته لاړشی.»
ارزګان کې د کورنیو مسولین او قومی مشران بیا ښوونځیو ته د انجونو د نه ورتګ لامل په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو نه شتون یاده وی.
په دغه ولایت کې یو تن قومی مشر حاجی شفیع‌الله رحیمی وایی ډئ‎ېری خلک له همدې کبله خپلې لورګانې ښوونځیو ته له ورتګ څخه راګرځوی چې په ښوونځیو کې ښځینه ښوونکی شتون نلری.
«که چېرې حکومت د نجونو لپاره جلا ودانۍ او ښځینه ښوونکې پر دندو وګماری، دا ستونزه هوارېږی، په ارزګان کې په ښځینه ښوونځیو کې نارینه ښوونکی نجونو ته تدریس کوی او دې مسئلې د ټولو خلکو ذهنونه بل لور ته اړولی دی.»
دقومی مشرانو دغه ستونزې د ارزګان د پوهنې د رییس میرزامحمد سالارزوی سره شریکې کړې.
هغه هم دا تائیدوی او وایی چې د ښځېنه ښوونکو د نشتون له امله په ښوونځیو کې یې نارینه ښوونکی په دندو ګمارلی دی. هغه وایی د ښځینه ښوونکو د ګمارنی د ستونزې د حل په لټه کې دی.
«موږ اوس پلان لرو چې د ای، ډې،اې مؤسسی په مرسته په لوړ معاشونو له مرکز کابل څخه ښځینه ښوونکی راولو څو دلته د ښوونکو ترڅنګ زده کونکو ته هم تدریس ورکړی.»
د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې اوس مهال په ارزګان ولایت کې ۱۳۶۱ ښوونکی ګمارل شوی چې ۱۴۵ یې ښځینه ښوونکی دی.په دغه ولایت کې لسګونه ښوونځی د جګړو له امله هم د زده کوونکو پر مخ تړلی پاته دی.

  • احسان‌الله ولس‌مل، خبرگزاری شانا، ارزگان
دکمه بازگشت به بالا