اخبار هیدرافغانستانگزارش

غزنی کې د نیږدی (۱۰۰) ملیونه افغانیو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د یادو ودانیو د بنسټ ایښودلو پر مهال د ملی امنیت رئیس جنرال محمد افضل(ظفر) او امنیه قومندان سمونوال محمد خالد(وردګ) هم حضور درلود.
د غزنی والی وحیدالله«کلیمزی» د یادی پروژی د بنسټ ډبری د ایښودلو پر مهال وویل چې یادی دوه ودانۍ هره یوه په شپږو(۶) پوړونو کې په معیاری توګه چې د ټولو آسانتیاوو لکه لیفټ، مرکز ګرمی او نورو اړینو عصری آسانتیاوو او امکاناتو درلودونکی دی رغول کیږی چې پر رغولو یې (۹۹.۸) ملیونه افغانۍ لګښت راځی او د ښاروالۍ له پراختیایې بودیجی څخه ورکول کیږی.
هغه وویل: (( دغه ودانۍ په (۱۶) بسوو ځمکه کې رغول کیږی چې زیر زمینۍ او لومړیو منزلونو کې به هټۍ وی، دوهم منزل کې یې یو یو مجهز هال یا سالونونه دی چې د مراسمو لپاره به کارول کیږی او پاته دری منزلونه به یې عصری رهایشی بلاکونه وی.))
د غزنی ښاروال انجنیر مختار احمد(ملکیار) په وینا د دغو پروژو په رغیدو سره به په سیمه کې د دولتی ځمکو د غصب د مخنیوی ترڅنګ، د ښاروالۍ ریاست تری هر کال لسګونه ملیونه افغانۍ ثابت عواید ترلاسه کوی.
د هغه په وینا، د دغو پروژو د رغولو چاری د تدارکاتی او اداری چارو تر بشپړیدو ناوخته پیل شوی چې اوسمهال به یې غیر رغنیزی چاری ترسره او ساختمانی چاری به یې له ژمی وروسته ترسره شی.

  • محمدمیرویس اسلمی، خبرگزاری شانا، غزنی
دکمه بازگشت به بالا