اخبار هیدراسلایدافغانستانگزارش

د هوایی بریدونو په ترڅ کې پنځه تنه ماین ایښودونکی وژل شوی دی

د هلمند ولايت د ملې امنيت رياست مطبوعاتي دفتر وايې چې تيره شپه ناوخته د دولت وسله والو مخالفانو غوښتل چې د واشېر ولسوالۍ نمبر ۱ شهرا باندې افغان امنیتي ځواکونو ته په لاره کې ماینونه کښېږدي چې تر هوایي بریدونو لاندي راغله.

د هلمند ولایت د ملې امنیت ریاست مطبوعاتی دفتر وایې چې تیره شپه ناوخته د دولت وسله والو مخالفانو غوښتل چې د واشېر ولسوالۍ نمبر ۱ شهرا باندې افغان امنیتی ځواکونو ته په لاره کې ماینونه کښېږدی چې تر هوایی بریدونو لاندی راغله.
دغه هوایی بریدونه چې پر درې بېلابېلو نقطو باندې تر سره سوه په ترڅ کې پنځه تنه ماین ایښودونکی له منځه تللی دی.
وسلوالو طالبانو په دا وروستیو کې د واشېر ولسوالۍ پر ډېری لارو باندې ړانده ماینونه کرلی دی چې زیاتره وختونه د ملکی کسانو د تلفاتو سبب ګرځی.

  • صفت‌الله زاهدی، خبرگزاری شانا، هلمند
دکمه بازگشت به بالا