اخبار هیدرافغانستاناقتصادیگزارش

تر ۷ کلن ځنډ وروسته بُست تصدۍ فابریکه فعاله او د پنبې د پروسس بهیر پیل شو

تر اوه کلن ځنډ وروسته دیادې فابریکې د بیا فعالیت مراسمو کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین ترڅنګ د بست تصدۍ فابريکې او کرنې رئيسانو هم ګډون درلود، چې د پټۍ په پریکولو سره فابریکې عملا کار پیل کړ.

هلمند والی تورنجنرال محمدیاسین د خبرو پرمهال وویل: له دوامداره هڅو وروسته وتوانیدلو چی د افغانستان د جلالتماب ولسمشر په ځانګړې پاملرنه بُست تصدۍ فابریکې ته ۲۰۰ میلونه افغانۍ منظور کړو چې ۱۵۰ میلونه بُست تصدۍ ته رسېدلی او د ۵۰ میلیونه د انتقال چارې روانې دی چی په دې سره به د زرګونه کروندګرو ترڅنګ دلته ګڼو نورو خلکو ته د کار زمینه برابره شی.
ښاغلی یاسین زیاته کړه: سږکال به ددې فابریکې لپاره ۴۰۰۰ زره ټنه پنبه وپیرل شی، چې تر اوسه یې ۸۰۰ ټنه رانیول شوی ده، او دادی تر پروسس وروسته به مالوچ ، غوړی ، صابون ، کنجاره ، لنتر پنبه او پوستک تولید کړی.
هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین وویل: ددې فابریکې بیا فعالیت به زرګونه کروندګرو او تر ۳۰۰ کسانو پورې به روزمره کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړی او د کوکنار د کښت د مخنیوی لپاره هم دغه فابریکه ښه بدیل کېدلای شی.
ښاغلی یاسین وایی چی د بست تصدۍ فابریکې بیا فعالیت په ډیرو اقتصادی برخو مثبت تاثیر لری چی د هغو له جملې څخه د دولت او خلکو اقتصادی او صنعتی پیاوړتیا ، د پنبې د وارداتو او د کوکنارو د کښت کچه راکموی او د پنبې کرنې ته وده ورکوی.

  • صفت‌الله زاهدی، خبرگزاری شانا، هلمند
دکمه بازگشت به بالا