اخبار هیدرافغانستانانتخاباتگزارش

په لغمان ولایت کې د ټاکنو ښه پروسه

نوموړی دغه څرګندونې نن د شنبې په ورځ د تلې په ۶ نېټه مازیګر ناوخته د لومړۍ پلې لیوا په مقر کې له رسنیو سره په خبرو کې وکړې.

دلغمان والی ښاغلی محمد اصف ننګ سره په دې خبری کنفرانس کې مرستیال والی الحاج شهزاده مظلوم یار، د ملی امنیت رئیس تورنجنرال محمد قاسم عبادی، امنیه قومندان مل پاسوال محمد سالم الماس، د لومړۍ پلې لیوا قومندان ډګروال بریالی اورګونوال او ددفتر رئیس فرید احمد مارزک ګډون کړی وو.

دلغمان والی ښاغلی محمد اصف ننګ وویل، چې د میزان شپږمه د افغانستان په تاریخ کې ددې عظیم ملت سرنوشت جوړونکې ورځ و، چې ولس په خورا ښه شکل سره د خپل راتلونکی لپاره ولمانځله.

هغه وویل، د افغان ځواکونو په هڅو او د لغمان د غویورو ولسونو د وطنۍ مېنې په ښودلو سره د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د ټاکنو په ټولو مرکزونو کې د رایې ورکونې پروسه په خورا ښه شکل ترسره شوه.

ښاغلی ننګ وویل، د افغان ولس د دښمنانو ټولې شومې موخې شنډې شوې، ستره تلفات یې ولیدل او لا به وځپل شی.

نوموړی د ټاکنو کمیسیون مسوولینو له هڅو د مننې ترڅنګ دوی ته ډاډ ورکړ چې ډیر ژر به ټو ټاکنیز مواد له ولسوالیو مرکز ته را انتقال شی.

د یادونې وړ ده چې په لغمان ولایت کې د جمهوری ریاست ټاکنې په ۷۹ مرکزونو او ۵۱۳ محلونو کې په خورا ښه شکل او د ولسونو په جوش سره ترسره شوې.

  • عبدالقیوم ریحان، خبرگزاری شانا، لغمان
دکمه بازگشت به بالا