اخبار هیدرافغانستانگزارش

مل پاسوال احمدزی د سنګین ولسوالۍ په اړه د بشری حقونو د څار راپورونه رد کړل

دده په خبره چې دوی نه هلته ډی سې توپ برید سوی اونه هم د هاوان فیرسوی ترڅو هلته ملکې کسان په نښه سې .
ده وویل په سیمه کې ددوی له لوری څیړنې ښیې چې دا چاودنه د وسلوالو طالبانو د یوه موټر بم او ځینونورو چاودیدونکو توکو له لوری رامنځ ته سوی چې پکې ملکې کسانو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولی ده
د ۲۱۵ میوندقولی اردو قوماندان جنرال احمدزاېې د بشری حقونو او یوناما هغه راپور هم رد کړ چې وایې دا چاودنه دهاوان مرمې او امنیتې ځواکونو له لوری د توغول سوی توپ د مرمې له لوری ترسره سوی ده
احمدزایې وایی هیڅ داسی شواهد په لاس کې نسته چې ملکې کسان دی ددوی له لوری په نښه سوی وی
خو د سیمې اوسیدونکې او وسلوال طالبان دواړه ددی چاودنې پړه پرافغان ځواکونو وراچوی دوی وایې هلته د ملې اردو د قرارګاه له لوری د توغول سوی هاوان او توپ د مرمۍ له امله یاده مر ګ ژوبله رامنځ ته سوی ده
تیره دوشنبه دسنګین ولسوالۍ په یوه دودیزه میله کې چاودنې لږ ترلږه ۳۲ ملکې کسان ووژل او تر۴۰ نور یې ژوبل کړل داسی مهال چې دهلمند ولایتې اداره وایې ددی پیښې د څیړنې په موخه یې یو پلاوی ټاکلې ترڅوپدی اړه څیړنې وکړی خو وه به ګوروچې ددی څیړنو پایله څه راخیژی.

  • صفت‌الله زاهدی، خبرگزاری شانا، هلمند
دکمه بازگشت به بالا