اخبار هیدرافغانستانگزارش

غزنی ښار کې د څه باندی (۷۷) ملیونه افغانیو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو د بنسټ دبره کیښودل شوه

لومړۍ پروژه د غزنی ښار د څلورم پلان په ساحه کې د یوی معیاری او مجهزی سونا رغول وو، چې د بنسټ ډبره یې نن له غرمی مخکی د والی وحیدالله(کلیمزی) لخوا کیښودل شوه.
د غزنی والی د سونا د بنسټ ډبری د ایښودلو پر مهال وویل چې پر دغی پروژی (۳۴) ملیونه، (۹۳۳) زره (۵۸۰) افغانۍ لګښت راځی چې د ښاروالۍ ریاست له پراختیایې بودیجی څخه ورکول کیږی.
د هغه په وینا دغه سونا د ټولو اړینو معیاری ملحقاتو لرونکی ده: (( په یوه سټنډرډ سونا کې چې کوم ملحقات اړین دی دغه سونا یې هم لری لکه د سړو او ګرمو جاکوزیو، د سړو او ګرمو اوبو حوزونه، وچ او مرطوب بخار خونی، مساج خونه، کانتین، د لباس بدلولو سالون، ضد میکروب ځای، نومره یی حمامونه، ماشین خونه، چای خونه او ټول ملحقات لری، چې په رغیدو سره به یې خلکو ته د ښی تفریح او صحی حمام زمینه برابره شی او له بلی خوا به د ښاروالۍ لپاره د عوایدو یوه لویه سرچینه وی چې وروسته به د ولس د هوساینی لپاره پر عامه پروژو لګول کیږی.))
د غزنی ښاروال انجنیر مختار احمد ملکیار په وینا دغه سونا په (۱۵) بسوه ځمکه کې رغول کیږی چې پر مټ به یې یاد ریاست هرکال ملیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوی.
دوهمه پروژه د غزنی ښار اړوندو کې د (۲۲۶۸) متر مربع ویجاړو شویو سړکونو ترمیم او د لومړۍ او دوهمی ناحیې اړوندو کې د (۷۸۱۸) متر مربع سړک اسفالټ او (۶۵۶۱) متر مکعب کیندنه ده .
د والی ښاغلی وحیدالله(کلیمزی) په وینا پر دغی پروژی (۴۲) ملیونه، (۲۷۴) زره، (۱۴۰) افغانۍ لګښت راځی چې د ښاروالۍ ریاست له پراختیایې بودیجی څخه ورکول کیږی.
د غزنی ښاروال انجنیر مختار احمد ملکیار په وینا د دغو سړکونو په ترمیم او اسفالټ سره به د غزنی ښار په پلانی ساحه کې هیڅ خام او تخریب شوی سړک پاتی نشی.

  • میرویس اسلمی، خبرگزاری شانا، غزنی
دکمه بازگشت به بالا