گزارش

دهلمند ولایت په سنګین کې چاودنې لس ملکې وګړی وژلې او پنځلس نور یې ژوبل کړی دی

دهلمند دوالی ویاند عمر ځواک دغه پیښه تایدوی او وایې چې په پیښه کې ملکې کسان او څاروی وژل سوی خو ولی تراوسه بشپړجزیات په واک کې نلری.
ده وویل چې پدی هکله څیړنې پیل سوی او ښایې د وسلوالو طالبانو توغول سوی توغندی همدلته نښتې وی
خو بل لوری ته د لښکرګاه بیړنې روغتون یوه ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل سوی وویل چې له سنګین ولسوالۍ څخه تراوسه پوری ورته ۱۵ ژوبل سوی راوړل سوی چې ماشومان هم پکې شامل دی
نوموړی وایې د ژوبل سوو کسانو ځینو روغتیایی حالت نازک دی
خو د وسلوالو طالبانو یو تن ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته په یوه لیږل سوی پیغام کې ویلې چې د ملې ارو د ددوهمې لیوا دوه ډی سې توپونو ګذارونه کړی چې په دودیزه میله کې نښتې دی او پکې لسګونه کسانو ملکې وګړیو ته مرګ ژوبله اړولې ده
دولتې لوری تراوسه پوری ددی ادعا په اړه څه ندی ویلې
هیره دی نه وی چې دا لمړۍ ځل نه دی چې سنګین ولسوالۍ کې ورته پیښه کیږی ، تردی وړاندی هم پدی ولسوالۍ کې څو څو ځلې دهوایې بریدونو ، شپنیو چاپواو مخامخ برید پرمهال ملکې وګړی پکې په نښه سوی چې ملکې کسانو ته دسر دروند زیان پکې اړول سوی وی .

  • صفت‌الله زاهدی، خبرگزاری شانا، هلمند
دکمه بازگشت به بالا