اخبار هیدرافغانستانگزارش

غزنی کې (۲۰) وسله والو او (۲) ملکی کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د غزنی د والی ویاند محمد عارف نوری وایی ،د غزنی ولایت د ګیلان ولسوالۍ اړوند جهانګیر باﺯار او حضرت شاه سیمو کې تیره ورځ ناوخته د ځانګړو افغان ځواکونو، د ګیرو ولسوالۍ په بابکرخیل سیمه کې د غوڅ ملاتړ هوایې ځواکونو په عملیاتو او د اندړو ولسوالۍ په سنی سیمه کې د توپچی برید کې (۱۵) تنه وسله وال او د مخدره موادو دوه قاچاق وړونکی وژل شوی(۵) وسله وال ټپیان شوی او د هغوى اړوند(۶) عرادی موټر سایکلونه، (۳) ﺯرهی واسکټ او د وسایطو دوه بابه ورکشاپونه له منځه وړل شوی دی.
بلخوا پرون وسله والو د کابل – کندهار د لاری په اوږدو کې د قره باغ ولسوالۍ اړوند باران کلا ته څیرمه له یو مسافر وړونکی موټر څخه دوه ملکی کسان چې یو یې د غزنی د ده یک ولسوالۍ او بل یې د ﺯاړه ښار اوسیدونکی وو، ښکته او ځاى پر ځاى په شهادت رسولی دی.

  • میرویس اسلمی، خبرگزاری شانا، غزنی
دکمه بازگشت به بالا