نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د غزنی امنیه قومندان سمونوال محمد خالد(وردګ) نن د یوی خبری ناستی پر مهال وویل چې پولیس منسوبینو د اپراتیفی معلوماتو پر بنسټ د مخدره موادو د قاچاق او پلور په تړاو دوه تنه له ۸۰۹ کیلو ګرامه هیروئینو او ۲۰۲ کیلو ګرامه شیشه ډوله موادو سره یوځاى ښار ته څیرمه د امیر محمد خان […]
د غزنی امنیه قومندان سمونوال محمد خالد(وردګ) نن د یوی خبری ناستی پر مهال وویل چې پولیس منسوبینو د اپراتیفی معلوماتو پر بنسټ د مخدره موادو د قاچاق او پلور په تړاو دوه تنه له ۸۰۹ کیلو ګرامه هیروئینو او ۲۰۲ کیلو ګرامه شیشه ډوله موادو سره یوځاى ښار ته څیرمه د امیر محمد خان کلا له اړوندو څخه نیولی دی. د هغه په وینا دغه راﺯ د امنیه قومندانۍ د تروریزم مدیریت منسوبینو د ﺯابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ یو تن اوسیدونکى، تیره شپه غزنی ښار کې د تروریستی فعالیتونو په تړاو نیولى دى. نیول شویو کسانو دوسیې یې د قانون د تطبیق په موخه عدلی او قضایې ارګانونو ته استول شوی دی.
دیدگاه بسته شده است.