اخبار هیدرافغانستانگزارش

نهه طالبان په ارزګان ، زابل او کندهار ولایتونو کې وژل شوی دی

افغان سیمه ییز امنیتی چارواکی وایی د افغان ځواکونو د ځوابی بریدونو پرمهال په ارز ګان،زابل او کندهار ولایتونو کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دی.
په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند محمد صادق عیسی کلید ته وویل چې د تیرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د ارز ګان په خاص ارز ګان ولسوالۍ،چوره ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونوپر امنیتی پوستو بریدونه پیل کړه چې په ځوابی بریدونو کې ۱۱طالبان ووژل شوی او ۴ نور ټپیان شوی دی.
هغه وایی د زابل ولایت په شینکی ولسوالۍ کی هم په ځوابی ډزو کې ۹ طالبان وژل شوی او ۴ نور ټپیان دی.
د عیسی په خبره چې د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې پر امنیتی پوستود بریدونو پرمهال ۴ وسله وال طالبان وژل شوی او ۷ نور ټپیان دی.
د عیسی په خبره چې د افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو پرمهال لس ګونه حلقی ښخ کړل شوی ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوی دی.
هغه افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه تردامهاله څه نه دی ویلی.
داپه داسی حال کې ده چې په دی وروستیو کې وسله والو طالبانو په جنوبی ولایتونو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.
وسله والو طالبانو تردامهاله په دی اړه څه نه دی ویلی.

  • احسان‌الله ولس‌مل، خبرگزاری شانا، ارزگان
دکمه بازگشت به بالا