نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نوموړی دغه ډول حالت د اندېښنې وړ یاده وی او زیاتوې چې لامل یې نا امنی، د جګړو دوام، د عامه پوهاوی نشت او ورته نور موارد دی. ده له خلکو وغوښتل چې د عامه پوهاوی په برخه کې ورسره همکاری وکړی څو په راتلونکی کې د کانکور په ازموینه کې د زده کوونکو شمېر […]
نوموړی دغه ډول حالت د اندېښنې وړ یاده وی او زیاتوې چې لامل یې نا امنی، د جګړو دوام، د عامه پوهاوی نشت او ورته نور موارد دی. ده له خلکو وغوښتل چې د عامه پوهاوی په برخه کې ورسره همکاری وکړی څو په راتلونکی کې د کانکور په ازموینه کې د زده کوونکو شمېر لوړ شی. «په ۱۳۹۹ کال کې ۱۴۵۴ کسان له دولسم ټولګیو فارغ شوی، چې له جملې یې ۵۹۳ کسان د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او دغه حالت خورا د اندېښنې وړ دی. نا امنی، فقر، جګړه او د عامه پوهاوی نشت یې لاملونه دی.» په ورته مهال هغه زده کوونکی چې د کانکور په دې ازموینه کې یې ګډون کړی وایی، روانو جګړو له زده کړو څخه بې برخې کړی او ښوونځی یې هم د جګړو ډګرونه ګرځېدلی دی. دغه زده کوونکی وایی، په سختو شرایطو کې یې زده کړې کړې او حکومت دی ورته پاملرنه وکړی. «زموږ په ولسوالیو کې د تعلیم کچه بېخی ټیټه ده، دوې لېسې دی، په هغو کې زده کړی جریان لری. نور ټول ښوونځی بندی دی.» دا په داسی حال کې ده چې ارزګان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږی چې لږ شمېر خلک یې لیک لوست ته لاس رسی لری. په ورته وخت کې د دغه ولایت ډېر لږ شمېر زده کوونکی د کانکور په ازموینه کې بریالی کېږی.
دیدگاه بسته شده است.