ارزګان کې پر یوه کور بمی برید کې ۳ ملکیان ژوبل شوی

د سولې دښمنانو په ارزګان ولایت کې د ولسی وګړو یوه کور ته لاسی بم ور غورځولی چې په پایله کې یې دوې ښځې او یو نارینه ټپیان شوی دی.

د ارزګان د والی ویاند، زړکی عبادی وایی، دغه پېښه تیره شپه د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې رامنځته شوې، چې له امله یې دوې ښځې او یو نارینه ټپیان شوی دی.

نوموړی زیاتوی، چې افغان ځواکونو ژوبل شوی کسان روغتون ته لېږدولی او روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دی.

  • احسان‌الله ولس‌مل، خبرگزاری شانا، ارزگان