اخبار هیدراسلایدافغانستانگزارش

وسله والو طالبانو د ارزګان د چینارتو ولسوالۍ لاره تړلې

  • دوی وایی، وسله وال طالبان کوم چا ته پر دې لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکوی او دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
    «زموږ لاره وسله والو طالبانو تړلې، هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه کوی.
    زه خپله پر دې لاره ولاړم، خو د لارې په نیمایی کې طالبانو راوګرځولم. په چینارتو ولسوالۍ کې د توکو بیې هم بېسارې لوړې شوې دی.»
    د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی څرګندوی، د لارې په تړل کېدو د خوراکی او غیر خوراکی توکو بیې لوړې شوې او په ورته وخت کې یې ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
    هغوی زیاتوی، که څه هم له یوې خوا وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبری پیل کړې، خو له بل لوری یې د عامو خلکو ځورول هم شروع کړی دی.
    دوی له وسله والو طالبانو د دغې لارې د خلاصولو غوښتنه وکړه.
    «په چینارتو ولسوالۍ کې ملکی خلک د یادې لاری په تړل کېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخه دی او هېڅ شی ته لاسرسی نه لری.
    طالبان له موږ څه غواړی؟ موږ خو ملکی خلکیو، ولې مو ځوروی؟ دوی که له حکومت سره ستونزه لری، موږ څه ګناه کړې ده.»
    د دغو خلکو یادې ستونزې مو له وسله والو طالبانو سره شریکې کړې.
    د دوی ویاند قاری یوسف احمدی بیا د خلکو دا خبررد کړې.
    د ارزګان امنیه قومندان سمنوال شفیق الله سهار بیا وایی، وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتی پوستو بریدونه کول، چې له ماتې سره مخ شول او اوس ملکی خلک د سپر په توګه کاره وی.
    قوماندان له وسله والو طالبانو غواړی چې لویه لار د ملکی خلکو پر مخ ونه تړی.
    «تاسو خبر یاست چې طالبانو دا څه موده مخکی پر امنیتی پوستو بریدونه کول. دوی اوس ماته وخوړ اوس بله چاره نه لری، ملکی کسان د سپر په توګه کاروی. زه له طالبانوغواړم چې د ملکی خلکو له ځورولو لاس واخلی.»
    دا په داسی حال کې ده چې له مرکز ترینکوټ سره د ارزګان د ټولو ولسوالیو لارې د دولتی کسانو پرمخ تړلې او د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دی.
    احسان الله ولس‌مل، د شانا خبری اژانس ، ارزګان

 

دکمه بازگشت به بالا