گزارش

دارزګان ولایت ددهراوت ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمد شاه ووژل سو

دارزګان ولایت دامنیې قوماندانۍ یوه امنیتی سرچینه چې نه غواړی نوم یې خپور سې وویل :- څو شیبی مخکی د ارزګان د دهراوت ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمد شاه په ترینکوټ ښار کې په یوه وسله وال برید کې وژل سوی دی.
په یاد بریده کې د شاه یو بل ساتونکی ژوبل سوی دی.
شاه محمد شاه چې په دواړو سترګو ړوند دې له تیرو اتو کلونو راهیسی ددی ولسوالۍ امنیه قوماندان په توګه یې دنده ترسره کول .
د شاه محمد شاه د کورنی شاوخوا شل غړی د وسلوالو طالبانو سره په مخامخ بریدونو او جګړو کې وژل سوی .
د دی برید مسولیت کومې وسلوالې ډلې پخپل غاړه ندی اخیستی .

  • صفت‌الله زاهدی، خبرگزاری شانا، هلمند
دکمه بازگشت به بالا