اخبار هیدرافغانستانگزارش

دهلمند ولایت ناوه ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دری ملکې وګړی وژلی دی

ددی ولسوالی اوسیدونکې وایې نن سهار له صفار بازار څخه یوه سپین ټونس ډوله موټر چې پکې له پاکستان هیواد څخه راوړنکې د امو ډک کریټونه پکې باروه اوغوښتل یې لښکرګاه ښار ته یې انتقال کړی، نن سهار د ناوی ولسوالۍ د منګل زاو په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پریوه ښخ سوی ماین ختلې چې پکې دری واړه ملکې وګړی وژل سوی دی.
دهلمند سرپرست او مرستیال والی مجاهدالله صفاری پیښه تایدوی او زیاتوی چې پدی پیښه کې دری ملکې وګړی وژل سوی دی.
صفاری وایې چې د پیښې په اړه پلټنې پیل سوی او نوموړی وایې دا کار وسلوالو طالبانو کړی دی
خو ددی پیښې په اړه تراوسه وسلوالو طالبانو رسنیو ته څه ندی ویلې.

  • صفت‌الله زاهدی، خبرگزاری شانا، هلمند
دکمه بازگشت به بالا